CRI Online

يو لړ سپورتي خبرونه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-04 20:08:37
د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د بنګله دېش ۱۹ کلنو لوبډلې ته په پنځو ویکټو ماتې ورکړه

بنګله دېش ۱۹ کلنو لوبډلې سره د درېیمې یو ورځینۍ لوبې پچه د افغانستان د ۱۹ کلنو لوبډلې وګټله او لومړی یې د توپ اچونې پرېکړه وکړه، د بنګله دېش ۱۹کلنې لوبډلې ټول لوبغاړي د ۷۵ منډو په تر سره کولو، د لوبې په ۳۰،۴ اور کې و سوځېدل او افغانستان ته یې ۷۶ منډې هدف ورکړ. به ننۍ لوبه کې لوبډلمشر نوین الحق ۳، طارق ستانکزي ۲، یوسف ځاځي، عظمت الله او مجیب ځدران د مقابلې لوبډلې یو یو لوبغاړی وسوځول.

د افغانستان ۱۹ کلنو لوبډلې د مقابلې لوبډلې ورکړل شوی هدف، په ۱۷،۲ اور کې د پنځو لوبغاړو په سوځېدو سره پوره کړ او لوبه یې وګټله، په افغان لوبډله کې دروېش رسولي د ۳۵ ناسوځېدلو منډو په تر سره کولو سره ټاکل شوی هدف پوره او نا سوځېدلی پاتې شو.

نوین الحق، چې د بنګله دېش لوبډلې ۳ لوبغاړي یې وسوځول، د ننۍ لوبې غوړه لوبغاړی شو.

د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې د ملي لوبډلې لوبغاړو تمریناتي کمپ پیل شو

د ملي لوبډلې لپاره د افغانستان کرکت بورډ د شپږمیاشتني پروګرام په لړ کې، د هانګ کانګ او متحده عربي اماراتو د ملي لوبډلو پروړاندې د انټرکانټیننټل کپ څلورورځينیو سیالیو ته د چمتووالي په موخه، د ملي لوبډلې لوبغاړو د هندوستان په ګرېټر نوېډا لوبغالي کې تمریناتي کمپ پیل کړ.

په دغه تمریناتي کمپ کې ۲۹ لوبغاړو ګډون کړی، چی له دې ډلې به ۱۴ غوره لوبغاړي د ملي لوبډلې سره د هانګ کانګ پروړاندې څلور ورځینۍ لوبې ته وټاکل شي، یاده لوبه د دواړو هیوادونو ترمنځ په هانګ کانګ کې د اکتوبر میاشتې له ۲۰مې څخه تر ۲۳مې نیټې پورې ترسره کیږي. له دې سیالۍ پای ته رسیدو سره سم به ۱۴ لوبغاړي بیرته هندوستان ته سفر وکړي او له ۱۵ پاتې لوبغاړو سره به یوځای شي، یاد تمریناتي کمپ به د روان کال د نومبر تر۱۵مې نیټې دوام وکړي او له هغې وروسته به ۱۴ کسیزه لوبډله متحده عربي اماراتو ته سفر وکړي. ټاکل شوې چی د متحده عربي اماراتو پروړاندې د ملي لوبډلې څلور ورځینۍ لوبه د نومبر له ۲۷مې څخه تر ۳۰ مې نیټې پورې ترسره شي چی دا به په انټر کانټیننټل کپ کې د افغانستان وروستۍ لوبه وي.

د یادولو وړ ده، چی د انټرکانټیننټل کپ سیالیو ته د تیاریو ترڅنګ د دې کمپ موخه د ۲۰۱۹ کال نړیوال کپ د غوراوي پړاو سیالیو ته چمتوالی هم دی. ملي لوبډله به د دې تمریناتي کمپ پر مهال د بدني پیاوړتیا، د مهارتونو په لوړوالي، توپوهنې، فلډینګ او توپ اچونې په برخه کې تمرینات ترسره کړي. پدې تمریناتي کمپ کې د ګډون په موخه لاندې لوبغاړو برخه اخیستې ده:

عثمان غني، نجیب ترکی، جاوید احمدي، نورعلي ځدران، احسان الله جنت، رحمت شاه، اضغر ستانکزی، سمیع الله شینواری، حشمت الله شهیدي، نجیب الله ځدران، شفیق الله شفق، ناصر جمال، محمد نبي، افسر ځاځی، کریم جنت، ګلبدین نایب، راشد خان، حمزه هوتک، شرف الدین اشرف، شاپور ځدران، دولت ځدران، فرید ملک، حمید حسن، محمد یمین، میرویس اشرف، سید احمد شیرزاد، ظاهر خان، شاهدالله کمال او افتاب عالم.

"راشدخان به د پېښور زلمي لومړی انتخاب وي"

په ۲۰۱۶ کال کې هم راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري لوبېدلی و.

د پاکستان کرېکټ بورډ پرون اعلان وکړ چې د راشدخان په ګډون يو شمېر نړيوال لوبغاړي به د پاکستان ليګ سياليو کې ولوبېږي.

د پېښور زلمي لوبډلې څښتن جاويد اپريدي له بي بي سي پښتو وېبپاڼې سره په خبرو کې وويل، "دوی له پخوا د راشد خان پر وړتيا پوهېدل او د ۲۰۱۸ کال پاکستان کريکټ لیګ کې به نوموړی د پېښور زلمي لوبډلې لومړی انتخاب وي".

د روانې مياشتې پر ۱۵ نېټه به لوبغاړي مزايدې ته وړاندې شي.

په ۲۰۱۶ کال کې هم راشد خان د پاکستان سوپر ليګ کې د پېښور زلمي لوبډلې له لوري غوره شوی و، خو د ښاغلي اپريدي په وينا هغه مهال يې د ويزې په تړاو ستونزه لرله.

پاکستان سوپر لیګ ۲۰ اوریزې سیالۍ په ۲۰۱۵ کال کې پیل شوې دي او د ۲۰۱۸ کال سیالۍ به یې درېیم پړاو وي.

دغو سیالیو کې شپږ سیمه ییزې لوبډلې برخه لري، چې اسلام اباد یونایټیډ، کراچۍ کینګز، لاهور قلندرز، ملتان سلطانز، پېښور زلمي او کوټه ګلډیټرز لوبډلې يې برخه دي.

د پاکستان سوپرلیګ پر رسمي پاڼه هم دغو سیالیو کې د راشدخان ګډون تایید شوی دی.

بله خوا، پر خواله رسنیو یو شمېر کاروونکو په پاکستان ليګ کې د راشدخان له ګډون سره مخالفت څرګند کړی او ویلي يې دي، چې افغانستان او هند د پاکستان دښمن هېوادونه دي او باید په سیالیو کې د دغو دواړو هېوادونو لوبغاړو ته د ګډون اجازه ورنه کړل شي.

راشد خان يو له هغو لوبغاړو دی چې په لوړه بيه په نړيوالو ليګونو کې پلورل شوی دی. د تېر کال هند پرېمیرليګ سياليو تر څنګ په کارابين ليګ کې ښه وځليد او يو شمېر ريکارډونه يې په خپل نامه کړل.

راشد خان د کارابین غوره لیګ کې هم اول ځل هټریک وکړ. نوموړی لومړی افغان لوبغاړی دی چې د اسټرالیا بېګ باش سياليو کې برخه اخلي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای