CRI Online

د چين استازي د پناه وړونکو او کډوالو د مسئلې په اړه د چين درې فقيره ييز وړانديز څرګند کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 09:04:27

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، ژنيو کې د م م په نماينده ګۍ او نورو نړيوالو سازمانونو کې د چين استازي ما جاو شيو د اکتوبر په ۴مه نېټه د م م د کډوالو اجرايوي کميټې په ۶۸مه غونډه کې د پناه وړونکو او کډوالو د مسئلې په اړه د چين درې فقيره ييز وړانديز وړاندی کړ.

لومړی، له دواړو اړخونو څخه دې دغه مسئله حل شي. له يوې خوا دې د پناه وړونکو له رياست او هغو هېوادونو څخه لا زيات ملاتړ وشي کوم چې پناه وړونکي او کډوال مني، تر څو په دغو هېوادونو کې د کډوالو د تبعيض او سپکاوي حالت له منځه يووړل شي. له بلې خوا دې د اجتماعي بې ثباتۍ او نابرابرې مسئلې سرچينه پيدا شي، د ډيالوګ او خبرو اترو له لارې دې شخړې ليرې شي او له پرمختيايي هېوادونو سره دې لا زياتې مرستې وشي، تر څو خپل وطن ته د کډوالو د بېرته راستنېدو لپاره ښه زمينه برابره شي.

دوهم، د نړيوالو همکاريو پر رويې دې ټينګار وشي. اوسمهال په ځينو هېوادونو کې د کډوالو مسئلې ته د ځواب ورکولو هراړخيز جوړښت د ازموينې په توګه روان دی. د کډوالو رياست بايد په وخت د تجربو په راغونډولو سره د کډوالو د مسئلې په اړه د نړيوال تړون د طرحه کولو لپاره مشورتي وړانديزونه وړاندې کړي. د کډوالو د منلو او ځای پر ځای کولو په برخه کې دې د دغې مسئلې تاريخي لاملونه او د بېلا بېلو هېوادونو رښتيني حالات تر پام او غور لاندې ونيول شي.

درېيم، پر عيني او بې طرفه اصولو دې ټينګار وشي. نړيواله ټولنه بايد په عيني او بې طرفه اصولو سره د کډوالو مسئله حل کړي او د اړوندو هېوادونو په کورنيو چارو کې لاسوهنه ونه کړي، تر څو د کډوالو د ساتلو نړيوال مکانيزم سياسي نه شي او ناوړه ونه کارول شي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای