CRI Online

د م م سرمنشي له نړيوالې ټولنې څخه د اقليمي بدلون د مخنيوي غوښتنه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 09:16:26

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د م م سرمنشي انټونيو ګوټريس د اکتوبر په ۴مه نېټه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې د کاربين سيمې له هغو هېوادونو سره مرسته وکړي، کوم چې د توفان له امله ويجاړ شوي دي. هغه هم له بېلا بېلو هېوادونو څخه غوښتنه وکړه چې د پاريس تړون په پلې کولو سره د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره هڅې وکړي.

نوموړی به د دې اوونۍ په پای کې له انتيګوا او بابودا او دومينيکن څخه ليدنه وکړي او دغو دواړو هېوادونو کې به د مصيبت ځپلو سيمو څارنه وکړي، تر څو ورسره د م م د مرستې پيمانه وټاکي. هغه وويل، چې مخکې تر دې م م له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه کړې چې له يادو هېوادونو سره د ۱۱۳ مليونو او ۹ لکو امريکايي ډالرو په ارزښت بيړنۍ مرستې وکړي، خو نړيوالې ټولنې دې ته مثبت ځواب نه دی ورکړی، نو هغه له نړيوالې ټولنې څخه غوښتنه وکړه چې په راتلونکو څو اوونيو کې دې ته مثبت ځواب ورکړي. هغه هيله څرګنده کړه چې بېلا بېل هېوادونه د پاريس تړون سره سم خپلې دندې پر غاړه واخلي. د پاريس تړون د اقليمي بدلون د مخنيوي لپاره يو مهم ګام او د راتلونکو عملياتو بنسټ دی.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای