CRI Online

ګوه شنګ کون د امريکا د عدلي چارو له وزير جيف سيسيونس سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 09:30:44

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر په ۴مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د عام امنيت وزير ګوه شنګ کون چې اوس په واشنګټن کې د چين او امريکا ترمنځ د قانون اجرا کولو او د انټرنيټي امنيت د خبرو اترو په لومړي پړاو کې په ګډون بوخت دی، د امريکا د عدلي چارو له وزير جيف سيسيونس سره خبرې اترې وکړې.

ښاغلي ګوه وويل، چې دوه اړخيزې اړيکې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر لارښوونې لاندې نژدې شوې دي. د چين د عام امنيت وزارت او د امريکا د عدلي چارو وزارت ترمنځ ښې همکارۍ شوې دي او کوي يې. دواړې خواوې په دې نظر دی چې بايد په جدي توګه د دواړو مشرانو لخوا تائيد شوي ګډې نظريې پلې کړي او د متقابلو همکاريو او ګډو ګټو پر بنسټ دې د قوانينو له مخې په برابرو اصولو سره توپيرونه ليرې کړي، تر څو د قانون د اجرا کولو او د انټرنيټي امنيت په ساحو کې دوه اړخيزې همکارۍ نورې ژورې شي. چين غواړي له امريکا سره يو ځای د يادو خبرو اترو د لومړی پړاو په رڼا کې کاري نظام بشپړ کړي او د قضي همکاريو، د ناقانونه کډوالو د بېرته راستنېدو او انټرنيټي جرمونو ته د سزا ورکولو په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي.

وزير جيف سيسيونس وويل، چې امريکا غواړي له چين سره يو ځای د دواړو مشرانو ترمنځ د ګډو نظريو سره سم د قانون د اجرا کولو او د امنيت د ساتلو په برخو کې لا ښې همکارۍ وکړي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای