CRI Online

د قانون اجرا کولو او د انټرنيټي امنيت په اړه د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو په واشنګټن کې تر سره شو.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 09:41:28

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، پر ځايي وخت د اکتوبر په ۴مه نېټه د قانون اجرا کولو او د انټرنيټي امنيت په اړه د چين او امريکا ترمنځ د خبرو اترو لومړی پړاو د امريکا په واشنګټن کې تر سره شو. د چين د دولتي شورا او د عام امنيت وزير ګوه شنګ کون، د امريکا د عدلي چارو وزير جيف سيسيونس او د امريکا د خاورې د امنيت سرپرست وزير ايلاين ډوک په ګډه د دغو خبرو اترو مشري وکړه.

دواړو خواوو په تېرو څو کلونو کې په اړوندو ساحو کې د دوه اړخيزو همکاريو برياليتوبونه راغونډ کړل او د ترهګرۍ پرضد د مبارزې، د نشه يي توکيو د مخنيوي، انټرنيټي جرمونو ته د سزا ورکولو، د تښتېدونکو مجرمينو د نيولو او د ناقانونه کډوالو د بېرته راستنېدو په شمول د موضوعاتو په اړه بحث وکړ. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د رئيس شي جين پينګ او ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د ګډو نظريو له مخې د متقابل درناوي پر بنسټ په برابرو اصولو سره د يادو خبرو اترو رول پياوړی کړي او د قانون اجرا کولو او انټرنيټي امنيت په ساحو کې لا نژدې همکارۍ وکړي، تر څو په راتلونکي نومبر مياشت کې له چين څخه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د رسمي ليدنې لپاره ښه زمينه برابره کړي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای