د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سوريې پوځ د اکتوبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې حکومتي ځواکونو په همدې ورځ د سوريې په منځنۍ برخه کې له هامې ولايت څخه د داعش وسله وال پاک کړي دي او پوځي عملياتو يې بريا تر لاسه کړه.
د سوريې د حکومتي ځواکونو له قوله، په تېرې يوې مياشت کې حکومتي ځواکونو د دغه ولايت په ختيځه برخه کې کابو ۵۰ کلي بيا نيولي دي. اوس له دغې سيمې څخه د داعش د پاکولو عمليات پای ته رسېدلي دي او بريالي شوي دي. اوس په سوريه کې يوازې د دايرزور ولايت د داعش تر کنترول لاندې دی.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |