د سينهوا اژانس د خبر له مخې، عراق کې د کيرکوک ولايت د حاويجې سيمې د بيا نيولو پوځي عمليات تر دوو اوونيو دوام کړي دي. د عراق حکومتي پوځ د اکتوبر په ۴مه نېټه د حاويجې ښارګوټي ته ننوتلي دي چې د دغې سيمې مرکز دی. له دې څخه څرګندېږي چې د حاويجې د بيا نيولو جګړه وروستنۍ مرحلې ته ننوتلې ده.
د دغو عملياتو قوماندان په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د عراق د فدرالي پوليسو، د بيړنيو ځواکونو او ملکي ځواکونو په همدې ورځ د حاويجې او رياد ښارګوټو ته ننوتلې او د داعش له وسله والو سره يې سخته جګړه کړې ده. اوس جګړه روانه ده.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |