CRI Online

د روسيې امنيتي چارواکی: داعش ښايي نوې نړيواله ترهګريزه شبکه جوړه کړي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 10:13:31

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د فدرالي امنيت ادارې مشر اليکسادر واسيليويچ د اکتوبر په ۴مه نېټه د دغه هېواد په کراسنودار ښار کې وويل، چې داعش په سوريه او عراق کې له ماتي خوړلو وروسته پلان طرحه کړی چې نوې نړيواله ترهګريزه شبکه جوړه کړي.

نوموړي په همدې ورځ د استخباراتي ارګانونو د مشرانو په غونډه کې وويل، چې داعش پلان لري چې له نورو نړيوالو ترهګريزو ډلو سره يو ځای په ګرده کره کې نوې ترهګريزه شبکه جوړه کړي. اوسمهال افراطي ډلې له منځني ختيځ سيمې څخه په نورو ځايونو باندې د نفوذ موندلو په حال کې دي او غواړي په بې ثباته سيمه کې نوی تود ټکی جوړ کړي. دوی د مخابراتي تخنيک له لارې د انټرنيټي شبکې په وسيله فرعي څانګې او شخصيتونه کنترولوي او د هکرانو د ځواکونو په جوړولو سره انټرنيټي بريدونه تر سره کوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای