CRI Online

نړيوال بانک د سږ کال او راتلونکي کال لپاره د چين د اقتصادي زياتوالي وړاندوينه لوړه کړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 10:26:53

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، نړيوال بانک د اکتوبر په ۴مه نېټه د ماليزيا په کولالمپور کې د ختيځې اسيا او ارام سمندر سيمې د اقتصاد په اړه نيم کلن راپور خپور کړ چې له مخې به يې سږ کال د چين د اقتصادي زياتوالي انډول شپږ اعشاريه اوه سلنې ته ورسېږي او په راتلونکو دوو کلونو کې به دغه انډول په جلا جلا توګه شپږ اعشاريه څلور او شپږ اعشاريه درې سلنې ته ورسېږي.

نړيوال بانک وويل، چې سږ کال به د چين د اقتصادي زياتوالی له وړاندوينې څخه لوړ شي او شپږ اعشاريه اووه سلنې ته به ورسېږي چې دغه انډول به له تېر کال سره برابر وي. څرنګه چې د چين د اقتصادي خوځنده ځواکونو د ترميمولو هغه بهير به دوام ولري، کوم چې کورني مصرف د پانګونو پر ځای د اقتصاد نوی خوځنده ځواک ګرځېدلی دی، نو امکان شته چې په ۲۰۱۸ م او ۲۰۱۹م کال کې د چين د اقتصادي زياتوالي سرعت ورو شي. بر سېره پردې، د ياد راپور له مخې، چين کې به د دولتي تصديو اصلاحات د اقتصادي زياتوالي د وړاندوينې د لوړتيا سبب وګرځي. (غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای