CRI Online

ترکيه کې ۳۴ پوځي افسران د ولسمشر د پټې وژنې په تور په عمري بند محکوم شول.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 10:41:42

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې په موګلا ولايت کې يوې محکمې د اکتوبر په ۴مه نېټه خبر ورکړ چې ۳۴ پوځي افسران د تېر کال په جولاۍ کې د پوځي کودتا په ترڅ کې د ولسمشر د پټې وژنې په تور پّ عمري بندمحکوم شول.

د ترکيې د انادولو اژانس د خبر له مخې، د ولسمشر د پټې وژنې څخه پرته، ياد افسران د اساسي قانون څخه په ناوړه ګټه اخيستنې او په ترهګريزو ډلو کې د ګډون په تورپرې ياد حکم لګول شوی دی.

د معلوماتو له مخې، ترکيه کې د اړوندو څارنو او پلټنو په بهير کې څه باندې پنځوس زره کسان نيول شوي دي او کابو ۱۵۰ زره کسان له خپلو دندو څخه ګوښه شوي دي چې اکثريت يې د پوليسو، پوځ، عدلي څانګو، استخباراتي څانګو، حکومت او مکتبونو غړي دي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای