د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ايران مذهبي مشر ايت الله خامنه يي د چهار شنبې په ورځ وويل، چې امريکا غواړي عراق کې د کردانو د خپلواکې رايګرۍ له لارې په دې سيمه کې د اسرائيلو رول پياوړی کړي. نوموړي په همدې ورځ د ترکيې له ولسمشر رجب تيب ايردوګان سره د کتنې په ترڅ کې دغه څرګندونې وکړې.
نوموړي وويل، چې د ايران او ترکيې ترمنځ همکاري ډېر اهميت لري او نه يوازې د دواړو هېوادونو لپاره، بلکې د اسلامي نړۍ لپاره هم ګټور دي. هغه خبرداری ورکړ چې عراق کې د کردانو خپلواکه رايګري به پر ګاونډيو هېوادونو باندې دايمي اغيزه ولګوي، دغه رايګري د دې سيمې پرضد د مبارزې کړنه ده او د منځني ختيځ سيمې راتلونکي ته به هم ګواښ ورسوي.
هغه زياته کړه چې ايران، ترکيه او عراق بايد تر خپلې وسې پورې د کردانو له دغو کړنو سره مقابله وکړي.
د معلوماتو له مخې، د ترکيې ولسمشر ايردوګان په همدې ورځ د ايران پلازمينې تهران ته ورسېد او د ايران له مهمو چارواکو سره يې خبرې اترې وکړې. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |