CRI Online

ترکيه او ايران د عراق د کرد له خپلواکې رايګرۍ سره مخالفت کوي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-05 14:02:07

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د ترکيې ولسمشر رجب تيب ايردوګان د اکتوبر په ۴مه نېټه تهران کې د ايران له ولسمشر حسن روحاني سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاريو د ژورتيا لپاره هڅې وکړي او د عراق د کرد له خپلواکې رايګرۍ سره ټينګ مخالفت وکړي.

دواړې خواوې په دې نظر دی چې ياده رايګري د منلو وړ نه ده. ولسمشر روحاني وويل، چې په دې سيمه کې د هر يو هېواد بېلتون د منلو وړ نه دی. زموږ په اند، عراق يو خپلواک او متحد هېواد دی. د کرد مشران بايد خپله غلطي سمه کړي. ولسمشر ايردوګان وويل، ايران او ترکيه د دغې رايګرۍ پايله نه مني. د ترکيې او ايران ترمنځ د اقتصادي اړيکو د نژدې کېدو په رڼا کې به دوه اړخيزې اړيکې لا نژدې شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای