د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د انرژۍ نړيوالې ادارې د اکتوبر په ۴مه نيټه وويل، په ۲۰۱۶ کال کې ګرده نړۍ کې د لمريزو بطرو توليدي توان پنځوس سلنه نور زيات شوی او په دې جمله کې چين د خدمت نيمه برخه نيولې. په راتلونکو پنځو کلونو کې به چين په نړۍ کې د دوامدارې انرژۍ پرمختګ لارښوونکی ځواک وي.
د انرژۍ نړيوالې ادارې د ۲۰۱۷ کال د دوامدارې انرژۍ بازار په راپور کې دې ته اشاره شوې چې د لمريزو بطرو بازار په پرمخبيولو سره په ۲۰۱۶ کال کې ګرده نړۍ کې د دوامدارې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي اندازه نږدې ۱۶۵ کيلوواټو ته رسېدلې چې د برېښنا د نوې توليدي اندازې دوه پر درېيمه برخه يې نيولې. اټکل کېږي چې تر ۲۰۲۲ کال پورې به په ګرده نړۍ کې د دوامدارې انرژۍ په وسيله د برېښنا توليدي ظرفيت يو زر کيلوواټه نور هم زيات شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |