د چين دوديزجشن يعنی د منځني مني اختر د مبارکۍ لپاره د نيويارک د امپراطورۍ ودانۍ د اکتوبر په ۴مه نېټه د منځني مني اختر د رڼا مراسم تر سره کړل.
په نيويارک کې د چين قونسل جانګ چي يوې وويل، چې د چين او امريکا تر منځ څلورو ډيالوګونو کې يو ټولنيز او کلتوري ډيالوګ دی. زه فکر کوم چې داسې فعاليت د ټولنيز او کلتوري ډيالوګ يوه برخه ده.
د ۲۰۰۱ کال راهيسې، د نيويارک د امپراطورۍ ودانۍ د چين د پسرلني جشن لپاره رڼا کړې وه او چينايانو ته يې مبارکي څرګنده کړې وه او دا لومړی ځل دی چې د منځني مني اختر لپاره رڼا کوي.
جانګ چي يوې زياته کړه چې هيله لرم چې دغه دود وساتل شي.
(مينه)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |