د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د عراق پوځ د اکتوبر په ۵مه نيټه اعلان وکړ حکومتي پوځ په همدې ورځ د کيرکوک ايالت د حاويجې سيمې مرکز حاويجي ولسوالۍ بيا تر ادارې لاندې ونيوله.
د عراق پوځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، حکومتي پوځ په پوره توګه حاويجي ولسوالۍ ازاده کړې او اوس د داعش د پاتو غړو په پاکولو بوخت دی. حاويجی ولسوالی په ۲۰۱۴ کال کې د داعش لخوا ونيول شوه، د تېر سپتمبر په ۲۱مه نيټه د عراق لومړي وزير هايدر العبادي د حاويجي ولسوالۍ د بيا نيولو لپاره د پوځي عملياتو د پيل کېدو اعلان وکړ. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |