CRI Online

ولاډيمير پوټين د سعودي له پادشاه سلمان بن عبدالعزيز السعود سره وکتل.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-06 08:22:05

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې ولسمشر ولاډيمير پوټين د اکتوبر په ۵مه نېټه د سعودي عربستان له پادشاه سلمان بن عبدالعزيز السعود سره خبرې اترې وکړې. دواړو خواوو د انرژۍ او اقتصادي همکاريو او د منځني ختيځ مسئلې په اړه د نظريو تبادلې وکړې او ۱۴ همکاريز تړونونه يې لاسليک کړل.

دواړو مشرانو په همدې ورځ جلا خبرې وکړې او د دواړو خواوو ترمنځ د لوړ پوړيو هئيتونو غونډه هم جوړه شوه. دواړو خواوو د اقتصاد او سوداګرۍ، پانګونې او کولتور په ساحو کې د همکاريو او د سوريې، عراق، ليبيا او يمن په شمول د منځني ختيځ د اوضاعو په اړه بحثونه وکړل.

د سوريې د يادونې په وخت کې پادشاه سلمان وويل، چې سعودي د دغې مسئلې په اړه د روسيې د کوښښونو لوړه ستاينه کوي او په استانا کې د سوريې مسئلې په اړه له خبرو اترو څخه ملاتړ کوي. سعودي په دې نظر دی چې د سوريې خاوره دې بشپړه شي. سعودي به د امنيت شورا د پريکړه ليکونو او په ژنيو کې د سوله ييزو خبرو اترو د پايلو له مخې د دغې مسئلې د حلولو لپاره هڅې وکړي.

د نفتو او طبيعي ګازو د يادونې په وخت کې پادشاه سلمان وويل، چې سعودي غواړي په پر له پسې توګه له روسيې سره همکاري وکړي، تر څو د اومو نفتو د نړيوال بازار ثبات وساتل شي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای