د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د سعودي عربستان د ملي امنيت رياست د اکتوبر په ۵مه نېټه اعلان وکړ چې د دغه هېواد يوه امنيتي ارګان د روانې مياشتې په ۴مه نېټه د داعش اړوند يوه ترهګريزه ډله له منځه يوړه او دوه ترهګر يې ووژل او پنځه تنه نور ونيول شول.
دغه رياست د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د سعودي امنيت ساتونکو په همدې ورځ په پلازمينه رياض کې د د غې ډلې پر دريو پټنځايونو باندې ناڅاپه بريدونه وکړل. يو ترهګر د بم په چاودلو سره ځان وواژه، يو بل ترهګر د ډزو له امله ووژل شو او پنځه تنه نور ونيول شول.
په ۲۰۱۴م کال کې سعودي اعلان کړی چې داعش ترهګريزه ډله ده. ورپسې د داعش وسله والو له سعودي د غچ اخيستلو په موخه د پوليسو او جوماتونو په وړاندې يو لړ بريدونه کړي دي. د سږ کال په فبرورۍ کې د سعودي امنيتي ارګانونو د داعش څلور ډلې له منځه وړي او اتلس غړي يې نيولي دي. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |