د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان خبري رسنيو د اکتوبر په ۵مه نېټه خبر ورکړ چې د دغه هېواد په بلوچستان ايالت کې د همدې ورځې په ماښام يوه ځانمرګي چاودنه وشوه چې له امله يې ۱۵ تنه وژل شوي او څه باندې ۲۰ تنه نور ټپيان دي. دغه چاودنه د دغه ايالت د ناسيراباد سيمې يو جومات ته نژدې وشوه او په هغه وخت کې په جومات کې لږ تر لږه ۸۰۰ کسان وو.
ځايي خبري رسنيو د دغه ايالت د حکومت د وياند له قوله خبر ورکړ چې بريدګر غوښتل چې جومات ته ننووځي، خو د پوليسو لخوا يې مخنيوی وشو، ورپسې يې په ځان تړلي بمونه وچاول. اوس ټپيان تر علاج لاندې دي چې په دې جمله کې اته کسان سخت ټپيان دي، نو د وژنې شمېر ښايي نور زيات شي. اوس د دغې سيمې ټول روغتونونه په بيړنيو حالاتو کې دي. اوس د دغې چاودنې په نسبت تحقيقات روان دی او هيچا او يا کومې ډلې د دغې چاودنې پړه پر غاړه نه ده اخيستې.
د پاکستان ولسمشر او صدراعظم په جلا جلا توګه د دغې چاودنې غندنه وکړه او د مرګ ژوبلې په اړه يې خواشيني څرګنده کړه.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |