د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د ايران د اټومي انرژۍ اېجنسۍ مشر علي اکبر صالحي د اکتوبر په ۵مه نېټه په روم کې د ذروي امنيت د ساتلو او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په ساحو کې د نړيوالو همکاريو د پياوړتيا تر عنوان لاندې د ايدواردو امالدي په شلم فورم کې له ګډون نه مخکې وويل، چې د ايران ذروي تړون مشورتي نه شي کېدای.
نوموړي وويل، چې ايران څو څو ځله پردې ټينګار کړی دی چې د ايران ذروي تړون مشورتي نه شي کېدای، خو د دغه تړون ځيني خواوې هيله لري چې د تخنيک له لوري د دوهم ځل لپاره په دغه تړون سلامشوره وکړي. که امريکا له دغه تړون څخه ووځي او حتی نورې خواوې د امريکا په شان کړنه وکړي، شک نه شته چې دغه تړون به لغوه شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |