د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې فدرالي امنيتي رياست د اکتوبر په ۵مه نېټه وويل، چې په تېرو څو مياشتو کې د روسيې په ځينو ځايونو کې د ټليفون په وسيله د بمونو د تش خبرداري پېښې وشوې او د پلټنې له مخې شکمن مجرمين يې څلور روسان دي چې اوس له روسيې بهر اوسېږي. د دغه رياست مشر اليکساندر واسيليويچ بورټنيقوف په همدې ورځ د امنيتي ارګانونو په يوه غونډه کې دغه څرګندونې وکړې. هغه وويل، چې ياد شکمن مجرمين د روسيې په دننه کې همکاران لري.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |