د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د امريکا د مشرانو جرګې د اکتوبر په ۵مه نېټه د امريکا فدرالي ذخيرې کميټې د مالي څارنې مرستيال په توګه د رانډال قوارليس ټاکنه تائيد کړه. د دغې کميټې د شورا غړي په توګه د ده د ماموريت موده څوارلس کلونه دي او د مالي څارنې مرستيال په توګه د ماموريت موده يې څلور کالونه دي.
ښاغلي قوارليس پخوا د امريکا په حکومتي څانګو کې کار کړی او د نړيوالې ماليې په ساحه کې غني تجربې لري. هغه د مالي چارو په اړه د امريکا د ماليې وزارت د مرستيال، د نړيوالو چارو په اړه د وزير د مرستيال او په نړيوال پولي صندوق کې د امريکا د اجرايوي استازي دندې پر غاړه مخ بيولې دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |