د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د فلسطين ولسمشر محمود عباس د اکتوبر په ۵مه نېټه په رام الله کې وويل، چې اوس مهال ملي روغه جوړه د فلسطين د مشرتابه په مخ کې لومړنۍ دنده ده او فلسطين به تر خپلې وسې پورې د دغې موخې د تر سره کولو لپاره هڅې وکړي.
ځايي خبري رسنيو خبر ورکړ چې محمود عباس په همدې ورځ د فتح د انقلابي کميټې په يوه غونډه کې وويل، چې ملي روغه جوړه د فلسطين د هېواد او خلکو د ازادۍ او خپلواکۍ لپاره مخکښ شرط دی. د فلسطين له جلا کېدو وروسته مشرتابه يې له عرب ليګ او مصر سره همکاري کړې او و يې غوښتل چې په سوله ييزه توګه د جلا کېدو حالات له منځه يوسي چې په ۲۰۱۱م کال کې د مصر په قاهره کې د ملي روغې جوړې تړون لاسليک شو.
هغه وويل، حماس په تېره مياشت موافقه کړې چې ملي متحد حکومت د دغه سازمان د ادارې کميټې په لغوه کېدو سره د غزې د ادارې واک ونيسي او په دې نسبت به عمومي ټولټاکنې تر سره شي. دغه پريکړه د ملي يووالي او پخلاينې د ساتلو لپاره ګټوره ده.
هغه زياته کړه چې فتح او حماس به په راتلونکې اوونۍ کې په قاهره کې يوه مهمه غونډه جوړه کړي او په غزه کې د ملي متحد حکومت د ماموريت د ښه تر سره کولو په اړه به پر ځينو مسئلو بحث وکړي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |