د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د عدليې وزارت څو ورځې مخکې خبر ورکړ چې په تېرو څو کلونو کې چين کې قانوني مرستندويه چارو چټک پرمختګ موندلی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د قانوني مرستو په چوکاټ کې څه باندې يو مليون او درې لکه قضيې حل شوې دي او له اته مليونو څخه زياتو کسانو د قانوني سلامشورو خدمتونه تر لاسه کړي دي.
اوس د چين ۹۵ سلنه ځايونه کې د قانوني مرستو لګښتونه په حکومتي مالي بودجه کې شامل شوي دي او په ۲۵ ولايتونو او ښارونو کې د ولايت په کچه د قانوني مرستو د پانګو مکانيزم جوړ شوی دی. په ۲۰۱۶م کال کې د چين د قانونې مرستو عمومي لګښت دوه مليارډو او يو سل او شل مليونو يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د ۲۰۱۵م کال په پرتله په سلو کې دوولس اعشاريه يو سلنه زيات شوی دی.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |