د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د دولتي شمېرنې رياست څو ورځې مخکې يوه تازه شمېرنه خپره کړه چې سږ کال د چين اقتصادي اصلاحات بريا تر لاسه کړې ده.
د شمېرنې له مخې، د اضافي توليدي توان او ذخيرې د کمښت ګامونه پورته شوي دي. د جولای تر پايه پورې د سکارو په ساحه کې د يو سل او اته ويشت ميلونو ټنو په وزن اضافي توليدي توان کم شوی او د اګست تر پايه پورې د تجارتي کورونو د پلورنې پراخوالی د تېر کال د همدې مودې په پرتله دوولس سلنه کم شوی دی.
په عين وخت کې د تصديو پورونه او توليدي سرمايې ګام په ګام کمېږي. بر سېره پردې، له جنوري څخه تر اګست پورې د چاپيريال د ساتنې، ادارې او د عامو تاسيساتو د ادارې په شمول په ځينو غيرسمسوري ساحو باندې د پانګونو زياتوالی چټک شوی دی. (غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |