CRI Online

د چين د نړيوال هوايي شرکت لخوا به د بېجينګ، اسلام اباد او کراچي ترمنځ الوتنې زياتې شي.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-06 10:45:55

د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د نړيوال هوايي اسهامي محدودي شرکت د اکتوبر په ۵مه نېټه د پاکستان په پلازمينه اسلام اباد کې يوه مالوماتي غونډه جوړه کړه او پکې يې اعلان وکړ چې د روانې مياشتې تر پايه پورې به د بېجينګ، اسلام اباد او کراچي ترمنځ الوتنې زياتې شي چې هره ورځ به يوه الوتنه تر سره کېږي. په اسلام اباد کې د دغه شرکت د نماينده ګۍ مشر هو های تاو وويل، چې اوسمهال په هره هفته کې د دغې کرښې په اړه څلور الوتنې شته او وروسته به په هره هفته کې اوه الوتنې تر سره کېږي. دا به د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او کولتوري تګ راتګ د پياوړتيا لپاره ګټوره وي.

په پاکستان کې د چين د سفارت د وزيرمختار په کچه اتاشې جاو لي جيان وويل، چې اوسمهال د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې د نژدې کېدو په حال کې دي، په تېره بيا د چين او پاکستان ترمنځ د اقتصادي دهليز د ابادۍ پلان له پلې کېدو راهيسې، د سياست، اقتصاد، ساينس او تخنيک او کولتور په ساحو کې دوه اړخيز تګ راتګ زيات شوی، نو دا په پاکستان کې د چين د نړيوال هوايي شرکت د چارو د پياوړتيا لپاره ښه زمينه برابروي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای