د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، په تېرو ۱۳ کلونو کې د کانفوسيوس ښوونځي د چين او نورو هېوادونو او سيمو ترمنځ د کولتوري تګ راتګ د ارګانونو په توګه چټک پرمختګ موندلی دی. په ۱۴۲ هېوادونو او سيمو کې د کانفوسيوس ۵۱۶ ښوونځي او زرګونه کوچني او منځني مکتبونه جوړ شوي دي چې پکې څه باندې ۷ مليونه زده کوونکي شته.
په ۲۰۰۴م کال کې چين د ملي ژبو د خپرېدو په ساحو کې د بريټانيا، فرانسې، المان او هسپانيا د تجربو په زده کولو سره په بهر کې د چيني ژبې د زده کړې او د چيني کولتور د خپرولو په هکله د بې انتفاعي ارګانونو يعنې د کانفوسيوس ښوونځيو په جوړولو پيل وکړ. ويل کېږي چې د کانفوسيوس ښوونځي نړۍ ته د چين د پېژندنې په اړه يوه مهمه صحنه ګرځېدلې ده او له بېلا بېلو هېوادونو او سيمو سره د چينايانو د تګ راتګ پل هم دی، چې د چيني کولتور د خپرېدو په برخه کې يې مهم رول لوبولی دی او لوبوي يې.
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |