د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د روسيې د ملي دفاع وزارت لخوا د سره ستوري په نامه اخبار د اکتوبر په شپږمه نېټه وويل، د سوريې له ۹۰٪ نه زياته خاوره د داعش له لاس څخه ازاده شوې ده. دغه اخبار په همدې ورځ د روسيې د ملي دفاع وزارت له قوله خبر ورکړ چې اوسمهال د سوريې له لس سلنې څخه کمه خاوره د داعش تر کنترول لاندې دې. رښتيا ده چې په سوريه کې جګړه ختمه شوې ده. په سوريه کې د روسيې د اوربند د همغږۍ مرکز خبر ورکړ چې د سوريې په عمده لويو ښارونو او استوګنځايونو کې د اساسي تاسيساتو د بيارغونې کارونه روان دي.
د روسيې د ملي دفاع وزارت خبر ورکړ چې تېر کال د دغه هېواد هوايي ځواکونو د ۵۰۰ ځلو لپاره جنګي دندې تر سره کړې دي او د داعش په ۱۳۸۰پوځي ځايونو باندې بريدونه کړي دي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |