د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په م م کې د چين د دايمي پلاوي موقتي شارژدافير وو های تاو د اکتوبر په ۵مه نيټه د م م د سوله ساتونکو عملياتو پوځونو د جوړېدو مسئلې په اړه يوه غونډه کې وويل، سرتيري او پوليس ليږدونکي هېوادونه د سوله ساتونکو عملياتو د بشپړولو عمده برخه ده، بايد د دغو هېوادونو رول او خدمتونو ته ډېره پاملرنه وشي. د دغو هېوادونو بايد درناوی او احترام وشي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې بايد د امنيت شورا، سکرتر دفتر او سرتيري ليږدونکو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ ميکانيزم پياوړی شي او په سوله ساتونکو چارو کې دې د سرتيري ليږدونکو هېوادونو د وينا حق پياوړی شي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |