د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اکتوبر په ۴مه نيټه د قانون ادارې او انټرنيټي خونديتوب په هکله د چين او امريکا ترمنځ د لوموړۍ دورې خبرې اترې په امريکا کې ترسره شوې. دا د ډيموکراتيک امنيت له لومړي ديالوګ، هراړخيز اقتصادي ديالوګ او د ټولنې او کلتوري ديالوګ وروسته، د چين او امريکا ترمنځ د جګپوري ديالوګ څلورم ميکانيزم پيل شو.
په دې وروستيو ورځو کې د امريکا بېلا بېلو خواوو د چين او امريکا ترمنځ د څلورو جګپوړو خبرو اترو ميکانيزم وستايه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د متقابل باور د پياوړتيا او د اړيکو د ټيڼګښت لپاره به اغېزمن رول ولوبوي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير ريکس تيلرسون د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، د امريکا او چين ترمنځ اوسنې اړيکې د دواړو هېوادونو او حتی د نړۍ د سمسورتيا او پرمختګ لپاره ډېر مهم دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت وياندې هيتهر ناويرټ وويل، امريکا هيله لري چې له چين سره اړيکې لا نورې ټينګې کړي. (هيله)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |