د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د امريکا د دفاع وزارت د دفاعي چارو امنيت ادارې د اکتوبر په ۶مه نېټه د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت اجازه ورکړه چې سعودي عربستان ته د ۱۵ مليارډو امريکايي ډالرو په ارزښت د ساد سيستم اړوند تاسيسات ورکړي.
په ياده اعلاميه کې ويل شوي چې د ياد عمل له لارې به د امريکا ملي امنيت او بهرنۍ ګټه زياته شي او د سعودي عربستان لپاره به د بالستيک توغندي د مخنيوي توان پياوړی شي چې له دې لارې به په منځني ختيځ کې بنسټيز پوځي برابری بدل نه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |