د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ۲۰۱۷ کال د اکتوبر په ۴مه نېټه د چين د دولتي شورا غړي او د عامه امنيت وزير ګوه شنګ کون او د امريکا د عدليې وزير جيف سيزنس او د ملي امنيت سرپرستې ايلاين دوک په ګده د قوانينو د اجرا کېدو او د انټرنېټ د امنيت په اړه د چين او امريکا ترمنځ د لومړي پړاو ډيالوګ مشري وکړه.دغه ډيالوګ د ۲۰۱۷ کال په اپرېل کې د رئيس شي جين پينګ او د ولسمشر ډونالډ ټرمپ ترمنځ د څلورو جګپوړو خبرو اترو ميکانيزم کې يو دی چې د قوانينو د اجرا کولو او د انټرنېټ د امنيت په برخو کې د دواړو هېوادونو د حکومتونو ترمنځ مهم همکاريز ډګر دی.دواړو خواوو د ناقانونه کډوالو د شړلو،د نشه يي توکيو د مخنيوي،د انترنېټي جرمونو او امنيت او د مجرمينو د نيولو په اړه بحث وکړ.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |