CRI Online

ايران د بالستيک توغندي د پرمختګ په اړه خبرې اترې رد کړې

cri     (GMT+08:00) 2017-10-07 16:28:59

د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د بهرنيو چارو وزارت د اکتوبر د ۶مې نېټې په شپه د يوې اعلاميې په خپرولو سره دا خبر رد کړ چې ايران به د بالستيک توغندي د پرمختګ په اړه خبرې اترې وکړي.

د ايران د بهرنيو چارو وزارت وياند بهرام قاسمي په ياده اعلاميه کې ويلي چې ايران څو ځلې په څرګند ډول خپل دريځ بيان کړی دی .د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د امريکا په نيويارک کې د مرکې په وخت کې وويل چې د ايران د بالستيک توغندي پرمختګ د خبرو اترو وړ نه دی او د م م امنيت شورا د ۲۲۳۱نمبر له پرېکړه ليک څخه سرغړونه نه ده.هغه پر دې ټينګار وکړ چې ايران د بالستيک دفاعي توغندي د پرمختګ حق لري او په پر له پسې توګه به له ټاکلي پلان سره سم اړوندې پروژې پلې کړي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای