CRI Online

د چين استازي د م م په عمومي اسامبلۍ کې د نړيوال امنيت د ساتلو په اړه د چين څلور فقيره ييز وړانديز شريک کړ.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-07 16:30:45

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د پلاوي مشر او د پوځي ادارې په اړه د چين د بهرنيو چارو د رياست مشر وانګ چون د اکتوبر په ۶مه نېټه د م م په عمومي اسامبلۍ کې د نړيوال امنيت، سولې او ثبات د ساتلو په اړه د چين څلور فقيره ييز وړانديز وکړ.

نوموړي په همدې ورځ د پوځونو د کمښت او د نړيوالو امنيتي چارو په اړه د م م د ۷۲مې عمومي اسامبلۍ د لومړۍ کميټې په مباحثوي غونډه کې وويل، د هدف له لحاظه، د بشريت د برخليک ټولنې د جوړولو موخه د نړۍ دايمي سوله، عام امنيت او ګډې سمسورتيا ساتل او عادلانه او برابري امنيتي جوړښت جوړول دي. د افکارو له لحاظه، د ګډ، عمومي، همکاريز او پر له پسې امنيتي افکار دې وساتل شي. د اصولو له لحاظه، بېلا بېل هېوادونه دې د اصولو او پاليسو له مخې د ذروي وسلو د نه خپرولو د تړون پر بنسټ د پوځونو د کنترول او د ذروي وسلو د نه خپرېدو سيسټم رول وساتي او په دوو ميعارونو او انتخابي شرايطو سره دې کړنه نه تر سره کړي. د نظام له لحاظه، د څو اړخونو د غوښتونکي نظر په نيولو سره دې په څو کچو کې د نړيوال امنيت د ادارې نظام وساتل شي. د لويو او سترو هېوادونو ترمنځ همکاريز جوړښت دې وساتل شي او د نه شخړو، نه مقابلې، متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د لويو هېوادونو ترمنځ نوي ډول اړيکې ټينګې کړي، تر څو ستراتيژيک ثبات، همغږي او ګډ امنيت وساتل شي. په دې برخه کې د مرکز په توګه د م م رول دې پياوړی شي.

نوموړي وويل، چې چين تل د نړۍ د سولې او امنيت د ساتلو لپاره هڅه کوي، د پوځونو د کنترول او د ذروي وسلو د نه خپرېدو په جريان کې ګډون کوي او د نړيوال امنيت د ادارې لپاره مهم خدمت کوي.(غوټۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای