CRI Online

روحاني:ځينې هېوادونه د ايران ذروي موافقه ليک برياليتوب نه شي زغملی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-08 16:53:16

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې،د ايران خبري رسنيو خبر ورکړ چې د ايران ولسمشر حسن روحاني د روانې مياشتې په ۷مه نېټه په تهران پوهنتون کې وويل چې ځينې هېوادونه د ايران د ذروي موافقه ليک ګټې نه شي زغملی دا ناقانونه کړه وړه دي.

د خبر له مخې،د امريکا حکومت اوس د ايران د ذروي موافقه ليک د پلي کېدو په اړه پلټنه کوي .د روانې مياشتې ۱۵مه نېټه د پلټنې وروستۍ موده ده.ښايي د امريکا حکومت په راتلونکې اوونۍ کې اعلان وکړي چې ايران ذروي موافقه ليک نه پلی کوي .نو پر ايران د بنديز لګولو په اړه د پرېکړې حق به د امريکا کانګرس ته وسپارل شي.

(ليلا)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای