د سين هوا اژانس د خبر له مخې،حماس د اکتوبر په ۷مه نېټه خبر ورکړ چې حماس د غزې په جنوب کې د داعش يو مهم مشر او ۳ غړي نيولي دي.
د حماس امنيتي چارواکي عيد البوزوم د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل چې د حماس امنيت ساتونکو د روانې مياشتې د ۶مې نېټې په شپه په رفاه کې د داعش ۴ تنه غړي نيولي او سمدلاسه يې د دوي په اړه پلټنه کړې ده.هغه وويل چې د حماس امنيتي څانګې يو کال دمخه د داعش مشر نور عيسی د نيولو حکم ورکړی و،خو نوموړي په دې اړه نور خبر نه دي ور کړي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |