د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د اکتوبر په ۷مه نېټه له بريټانيا څخه د چين د سمندري ځواکونو د پوځي بېړيو د ۲۶مې ډلې ۵ ورځنۍ ليدنه پای ته ورسېده.
د همدې ورځې تر غرمې وروسته په بريټانيا کې د چين لوي سفير،د بريټانيا د سمندري ځواکونو استازو او په دغه هېواد کې د چينايانو او محصلينو په ګډون سلو تنو په بندر کې د چيني بيړيو لپاره د خدای پامانۍ درانه مراسم تر سره کړل.د بيړيو قوماندان وانګ جونګ څای وويل ،هيله ده چې د دې ليدنې له لارې به د دواړو هېوادونو د ځواکونو ترمنځ متقابل تفاهم او باور پياوړی شي او خپلمنځي دوستي او همکاري به لاټينګه شي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |