د سين هوا اژانس د خبر له مخې،د ايران د بهرنيو چارو وزير محمد جواد ظريف د اکتوبر په ۷مه نېټه وويل چې ايران له سعودي عربستان سره د خبرو اترو د بيا تر سره کولو او د بهرني تماس لپاره تياری نيولی دی.
ظريف وويل چې ايران غواړي له سعودي عربستان سره د خپلمنځيو توپيرونو په اړه د نظريو تبادله وکړي.له څو کلونو راهيسې ايران او سعودي عربستان د سوريې،يمن او د تندلارۍ پر ضد د مبارزې د مسئلو په برخو کې ستر توپيرونه لري.بر سېره پر دې،د روان کال په جون کې د سعودي په ګډون يو شمېر نورو هېوادونو له قطر سره هم سياسي اړيکې پرې کړي او پر دغه هېواد يې بنديزونه لګولي دي.
(ليلا)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |