CRI Online

امریکا په ترکیه کې له مهاجرینو پرته نورو ډولو ته د ویزو خدمت دروي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 08:46:37

په ترکیه کې د امریکا سفارت د روانې میاشتې په ۸ نیټه اعلان وکړ چې د امنیتي مسئلې له امله له همدې ورځې څخه له مهارجرینو پرته نورو ډولو ته د ویزو خدمت دروي.

د ترکیې د عامو افکارو په اند دغه پیښه په داسي حال کې رامنځته شوې چې د امریکا د قنسولګرۍ یو کارکوونکی نیول شوی دی. د روانې میاشتې په ۴ نیټه په استامبول کې د امریکا د قنسولګرۍ یو محلي کارکوونکی ونیول شو چې د اساسي قانون نظام پرضد په سیاسي او پوځي جاسوسي تورن دی. ویل کیږي چې هغه د پولیسو ادارې له ځینو مامورینو او یو څارنوال سره تماس لري چې د ګولن غورځنګ غړي بلل کیږي. په ۵ مه نیټه په ترکیه کې د امریکا سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل چې پر یاد کارکوونکي تور بنسټ نه لري او د امریکا حکومت په دې اړه اندیښنه کوي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای