CRI Online

د فلسطین ښځو د سولې لپاره لاریون وکړ

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 08:48:18
د فلسطین ښځو د سولې لپاره لاریون وکړ

د روانې میاشتې په ۸ مه نیټه د اردن سیند په لویدیځه غاړه جیریکو ښار زرګونو فلسطیني ښځو لاریون وکړ او ویې غوښتل چې اسرائیل باید د سولې لپاره د فلسطین د خاورې اشغال پاي ته ورسوي. د دغه لاریون سرلیک د سولې غوښتنه وه. لاریون کوونکي د دغو شعارونو سره چې د اسرائیلو اشغال پای او سوله د فلسطین او اسرائیلو ستراتیژیک انتخاب دي، د جیریکو ښار له جنوب ختیځ څخه د ښار په عمده سړک روان ول. دغو لاریون کوونکو ته د فلسطین د ولسمشر محمود عباس په یو خط کې ویل شوي چې فلسطین او اسرائیل باید سوله انتخاب کړي، د خبرو اترو میز ته دې ولاړ شي او باید د ۱۹۶۷ کال د سرحداتو پر بنسټ د ختیځ بیت المقداس په پایتخت یو خپلواک فلسطین جوړولو لپاره د دوو هیوادونو پلان په غور کې ونیسي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای