CRI Online

اردن په سرحدي سیمه کې پناه وړونکي ردوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 09:17:05
اردن په سرحدي سیمه کې پناه وړونکي ردوي

د اردن د بهرنیو چارو وزیر عیمن سفادي د روانې میاشتې په ۸ مه نیټه وویل چې د اردن او سوریې په ګډه سرحدي سیمه کې د پناه وړونکو دنده باید د سوریې او نړیوالې ټولنې له خوا پرغاړه واخیستل شي او اردن په دې اړه مسؤلیت نه لري. سفادي په همدې ورځ په اردن کې د ځینو اروپايي هیوادونو له دیپلوماټانو سره د کتنې په ترڅ کې یادې خبرې وکړې. هغه وویل چې د پناه وړونکو په کمپ کې ټول کسان سوریایان دي او دغه کمپ د سوریې په قلمرو کې پروت دی نو د دغو کسانو د بشردوستۍ چارې د سوریې کورني چارې دي. هغه زیاته کړه چې اوس په اردن کې د سوریې د پناه وړونکو شمیر ۱ ملیون ۳۰۰ زرو تنو ته رسیدلی خو یوازی ۱۰ سلنه د پناه وړونکو په کمپ کې او ۹۰ سلنه د اردن په بیلابیلو ځایونو کې ژوند کوي چې پر دغه هیواد یې ډیر فشارونه رسولي دي.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای