CRI Online

د اتلانتيک سمندر په اړه د چين علمي څېړنه پيل شوه

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 10:04:02

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د شيانګ يانګ هونګ په نوم لومړی نمبر بيړۍ چې په ګرده نړۍ کې پر سمندرونو د علمي څېړنې دنده پر غاړه لري، د اکتوبر په اتمه نيټه د جنوبي افريقا له کيپ تاون بندر څخه د اتلانتيک سمندر په لور وخوځېده.

د اتلانتيک سمندر برخه په ګرده نړۍ کې د سمندري څېړنې دوهمه او درېيمه مرحله ده. د چين ياده بېړۍ به د جنوبي اتلانتيک سمندر په مرکزي سيمه کې د سمندري جغرافيې، سمندري ايکولوژيکي چاپيريال او سمندري اقليم په شمول برخو کې عمومي پلټنې او څېړنې ترسره کړي. اټکل کېږي چې دغه بېړی به د ۲۰۱۸ کال په مې مياشت کې بيرته د چين چينګ داو بندر ته راستنه شي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای