CRI Online

د ماليزيا پوليسو اته تنه شکمن ترهګر نيولي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 10:55:02

د چين د نيوز اژانس د خبر له مخې، د ماليزيا مرستيال لومړي وزير او د کورنيو چارو وزير اخمد زاهد حميدي د اکتوبر په اتمه نيټه وويل، د ماليزيا پوليسو اته شکمن ترهګر نيولي.

د ماليزيا لوی شيرف په همدې ورځ د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل پوليسو په سپتمبر او اکتوبر کې په جلا جلا توګه په سيلانګور، سباه او پيراک ايالتونو کې اته تنه شکمن ترهګر نيولي چې پر کليسا يې د بريد پلان طرحه کړی. په اتو شکمنو کې ۴ د ماليزيا او ۴ د نورو هېوادونو اتباع دي.

څرنګه چې د ماليزيا حکومت د داعش پر ضد سختې مبارزې کړې او کوي يې، نو دغه حکومت تل د داعش له ګواښونو سره مخ دی. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای