د سودان ولسمشر عمر البشیر د روانې میاشتې د ۸ مې نیټې په شپه اعلان وکړ چې د شخړې په سیمه کې اوربند د روان کال دسمبر ته اوږد شوي. د اوربند اوږدوالی به د دغه هیواد د دوو ایالتونو په اړونده سیمه کې د سوله ییزو خبرو اترو لپاره فضا جوړه کړي تر څو چې په سودان کې سوله او ثبات رامنځته شي او انکشافي مسئلې ته زیاتې پاملرنې جلب شي.
د سودان حکومتي پوځ په ۲۰۱۱ کال کې د ازادۍ غورځنګ د شمالي ریاست په نوم له وسله والې ډلې سره په جګړه پیل کړی دی. د ۲۰۱۴ کال له پیل څخه بشیر د ملي دیالوګ پروسه پیل کړې ده ترڅو چې کورنۍ جګړه ختمه کړي.
---زلمی
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |