CRI Online

د چین د چټک پوست لارې چارې د نړۍ لومړی مقام نیسي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 11:14:41

د روانې میاشتې ۹ مه نیټه د پوست له ۴۸ مې نړیوالې ورځې سره برابره ده. د چین د پوست د ملي ادارې مشر ما جون شنګ یوه اعلامیه خپره کړه او ویې ویل چې د چین د پوست لارو چارو چټک پرمختګ موندلی دی او په تیره بیا د چټک پوست لارې چارې ځلانده نتیجه ترلاسه کړې ده چې عمومي اندازه یې په پرله پسي تیرو دریو کلونو کې د نړۍ لومړی مقام نیولی دی او د نړۍ د چټک پوست لارو چارو په زیاتوالي کې ۴۰ سلنه نیسي. ما جون شنګ هم وویل چې په تیرو ۵ کلونو کې د چین د پوست لارو چارو عمومي ارزښت او عایدات په جلا جلا توګه ۳.۶ او ۲.۷ چنده زیات شوی دی او د چین د پوست عمومي شرکت د نړۍ د پوست په برخه کې له لومړيو ۳ لویو شرکتونو څخه یو دی.

---زلمی

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای