CRI Online

د جاپان د حکومت مخالفو ګوندونو پر شنزو ابي نيوکه وکړه چې له رسوايۍ څخه د خلاصون لپاره يې په زور کانګرس لغوه کړی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 15:08:55

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د جاپان د حکومت د عمده مخالفو ګوندونو مشرانو د اکتوبر په اتمه نيټه د شنزو ابي حکومت د خونديتوب پر نوي قانون او د اساسي قانون د تعديل پر غوښتنې نيوکه وکړه او پر شنزو ابي يې تور لګولی چې له رسوايۍ څخه د خلاصون لپاره يې په زور کانګرس لغوه کړی. نوموړي له خلکو څخه غوښتنه وکړه چې د راتلونکې رايګيرۍ له لارې د شنزو ابي د ناسمو سياسي کړو وړو مخنيوی وکړي.

د جاپان د استازو جرګې د ټاکنو رايګيري به د اکتوبر په ۲۲مه نيټه ترسره شي. د تازه تحقيقاتو له مخې، د شنزو ابي له کابينې څخه د ملاتړ انډول ۳۷ سلنه ده او د مخالفت انډول ۴۴ سلنه ده. برسيره پر دې، په سلو کې اوه شپېته سلنه تحقيقات منونکي د شنزو ابي له هغې پرېکړې سره مخالفت کوي چې کانګرس لغوه کېږي او له ټاکلي وخت مخکې د استازو جرګې ټاکنې ترسره کېږي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای