CRI Online

شي جين پينګ د بېوزلۍ د له منځه وړلو په اړه مهمه لارښوونه وکړه.

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 15:36:40

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د بېوزلۍ له منځه وړلو د ۴ مې دولتي ورځې په رارسېدو سره د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او د مرکزي پوځي کميسيون رئيس شي جين پينګ د بېوزلۍ له منځه وړلو په اړه مهمه لارښوونه وکړه او پر دې يې ټينګار وکړ چې سوسياليزم يوازې په کوښښونو او هڅو ابادېدای شي. د بېوزلۍ له منځه وړل لکه يوه ډېره تيزه جګړه ده چې بری يې نه ستومانه کېدونکو کوښښونو ته اړتيا لري. هر ګوندي غړی او ټوله ټولنه بايد په جدي توګه له بېوزلۍ سره په مبارزه کې د بري موندلو په موخه زيار وباسي او د يوې نسبتاً شتمنې ټولنې د ابادۍ په لاره کې دې په پر له پسې توګه نوې لاسته راوړنې ومومي.

رئيس شي جين پينګ دې ته اشاره وکړه چې موږ د ولسي وګړيو د نيکمرغۍ لپاره بېوزلۍ له منځه وړو. دا زموږ د ګوند او هېواد د پرمختګ بنسټيزه موخه ده. د چين د کمونېست ګوند له ۱۸م ملي کانګرس نه راپدېخوا د ګوند مرکزي کمېټې تر ۲۰۲۰ کال پورې د بېوزلۍ له منځه وړلو په موخه جدي ژمنه کړې ده. د هېواد بېلا بېلو ځايونو او مختلفو څانګو په دقيقه توګه د ګوند مرکزي کمېټې اړوندې تګلارې پلې کړې، د بېوزلو سيمو زياتو مامورينو او خلکو پخپله زيات کارونه تر سره کړې او د ګوند او هېواد اړوندې مرستې يې منلې څو چې د بېوزلۍ له منځه وړلو په برخه کې يې وتلي پرمختګونه او برياليتوبونه موندلي دي.

( سپوږمۍ)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای