CRI Online

د اقتصاد د نړيوال کېدو د تمايل مخنيوی مشکل دی

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 16:25:20

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د اقتصاد نوبل جايزې اخيستونکي او د امريکا د کلومنبيا پوهنتون پروفيسر جوسيپ يوګني ستيګليز د اکتوبر په اتمه نيټه وويل، اوس نړيوال اقتصاد د ګردې نړۍ په کچه د کار د ويشلو او ترتيبولو مرحلې ته رسېدلی، د اقتصاد د نړيوال کېدو د تمايل مخنيوی به د تقاضا اوسنی سيسټم د پرې کېدو سبب وګرځي. نو د اقتصاد د نړيوال کېدو د تمايل مخنيوی مشکل دی.

نوموړي وويل، اوس يو داسې قانوني نظام شته چې د هر هېواد لخوا منل شوی او په ګرده نړۍ کې د اقتصاد او سوداګرۍ د عادي روانېدو ضمانت کوي. د نړيوالې سوداګرۍ سازمان په چوکاټ کې دغه نظام ډېر ګټور دی. که چيرې ځيني ناسمې برخې لري، نو بېلا بېل هېوادونه کولی شي چې په ګډه دغه نظام اصلاح او سم کړي، خو داسې عملونه دې نه غوره کوي چې له دې نظام څخه ووځي او يا دغه نظام ويجاړ کړي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای