CRI Online

۵۲ تنه چيني لوبغاړي به د مهارتونو په نړيواله سيالۍ کې برخه ولري

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 16:27:29

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د چين د انساني سرچينې او ټولنيز ضمانت وزارت مرستيال تانګ تاو د اکتوبر په اتمه نيټه د مهارتونو د ۴۴مې نړيوالې سيالۍ په هڅونکې غونډه کې وويل د چين ۵۲ لوبغاړي به د دې سيالۍ په ۴۷ بېلا بېلو برخو کې ولوبېږي.

ښاغلي تانګ وويل، د مهارتونو ۴۴مه نړيواله سيالي به د اکتوبر له ۱۴مې نېټې څخه تر ۱۹مې نېټې پورې د عربي متحده اماراتو په پلازمينه ابوظبۍ کې ترسره شي. د مهارتونو د نړيوال سازمان د ۶۸ غړو هېوادونو او سيمو ۱۲۶۰ لوبغاړي به په دې سيالۍ کې ګډون وکړي. چين د څلورم ځل لپاره په دې نړيواله سيالۍ کې ګډون کوي. (هيله)

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای