CRI Online

چين د زلزلې ناورين سره د مقابلې توان د لوړتيا په برخه کې نړيواله همکاري پياوړې کوي

cri     (GMT+08:00) 2017-10-09 16:32:21

د چين نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د چين د زلزلې ادارې د نړيوالې همکارۍ څانګې مرستيال وانګ مان دا څو ورځې مخکې له خبريال سره د مرکې په وخت کې وويل، تر اوسه پورې د چين د زلزلې ادارې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې له ۴۱ پرتو هېوادونو سره همکاريزې اړيکې ټينګې کړې او د زلزلې څارنې، د زلزلې ناورين د مخنيوي، د بېړنۍ ژغورنې او د علمي څېړنې په برخو کې يې يو لړ همکاري ترسره کړې. په راتلونکی کې به د زلزلې اداره د زلزلې ناورين سره د مقابلې توان د لوړتيا لپاره له يادو هېوادونو سره په ګډه کوښښونه وکړي.

د يوې شمېرنې له مخې، په ګرده نړۍ کې زلزلې په عمده توګه د ارام سمندر چاپير د زلزلې زون او د اروپا او اسيا د زلزلې زون کې پېښېږي. د ورېښمو لارې اقتصادي کمربند د اروپا او اسيا د زلزلې له زون سره تړي او د ورېښمو سمندري لارې په اوږدو کې ډېر پراته هېوادونه هم د ارام سمندر چاپير د زلزلې زون کې پراته دي. په دې وروستيو کلونو کې په دغو سيمو کې ارمنستان، ترکيې، اندونيزيا، پاکستان او نيپال کې زلزلې شوې او له امله يې څو لکه تنه وژل شوي دي.

د چين د زلزلې ادارې د همکارۍ څانګې مرستيال وانګ مان وويل چې له زلزلې سره د مقابلې په وخت کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د لويو بنسټيزو تاسيساتو او پروژو د خونديتوب ساتل د يو کمربند او يوې لارې د جوړولو ستراتيژۍ د تطبيق مهم ضمانت دی. ده وويل

(( تر اوسه پورې د چين د زلزلې ادارې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د لاوس، ميانمار، پاکستان او اندونيزيا لپاره د زلزلې د څارنې څليرويشت شټېشنونه او پنځه مالوماتي مرکزونه جوړ کړي، څه باندې سل ځايي تخنيکي کسان مو روزلي دي. سږ کال په نيپال او لاوس کې د زلزلې د څارنې ويبپاڼې په اړه د چين د مرستندويه پروژو جوړونه او د چين او د جنوب ختيځې اسيا د هېوادونو اتحاد د زلزلې او سونامي د څارنې سيستم جوړونه پيل شوې ده. د دغو پروژو تر بشپړېدو وروسته به د چين په بهر کې د زلزلې د څارنې ۴۵ سټېشنونه زيات شي چې نه يوازې به د زلزلې له ناورين سره د مقابلې لپاره ځايي حکومت ته خدمت ترسره برابر کړي، بلکې په ګرده نړۍ کې د زلزلې د څارنې او پيشګويی په هکله د چين د څارنې ويبپاڼې توان به لا نور لوړ شي. ))

د مالوماتو له مخې، د علمي ساينس له لحاظه، د زلزلې ډېرې سيمې د څو هېوادونو په قلمرو کې دي، نو د دغو زلزلې سيمو د زمينې د بنسټيزو مسئلو په څېړنې او پېژندنې سره به له زلزلې ناورين سره د مقابلې توان د لوړتيا لپاره له چين سره مرستې کولای شي او دغه راز به په دې برخه کې د چين د وينا او لارښوونې حق لا زيات شي. ښاغلي وانګ مان دا وويل چې د نړيوالو همکاريزو پروژو، تخنيکې روزنې او د علمي کسانو د تبادلې له لارې د زلزلې د بنسټيزې څېړنې په برخه کې د يو کمربند او يوې لارې په اوږدو کې د پرتو هېوادونو توان لوړ شوی دی. ده وويل

((د چين او د جنوب ختيځې اسيا سيمو ترمنځ د زلزلې د تکانونو او د ځمکې د خوځنده ځواک په اړه څېړنيزه پروژه د سختې زلزلې د رامنځته کېدو لامل په عمده محتويات دي او له ټايلند، لاوس او ميانمار سره يې په ګډه تازه مالومات تر لاسه کړي او د چين په قلمرو کې زلزلې د رامنځته کېدو زمينې په اړه پېژندنه ژوره شوې ده. په دې وروستيو کلونو کې چين د نيپال، ويتنام، پاکستان او لاوس په شمول د لسګونو هېوادونو نږدې درې سوو کسانو ته تخنيکي روزنې برابرې کړې او ماليزيا او کينيا ته يې اړوند کارپوهان ليږدلي دي. ))

ښاغلي وانګ مان دا وويل، د چين د زلزلې اداره به په راتلونکی کې له زلزلې ناورين سره د مقابلې توان د لوړتيا لپاره له اړوندو هېوادونو سره همکارۍ لا نورې پياوړې کړي.

اړوندې ليکنې
د مېلمنو ليکنځای