د سينهوا اژانس د خبر له مخې، د چين د کمونېست ګوند د نولسم ملي کانګرس د مطبوعاتي مرکز ويبپاڼه (http://19th.cpcnews.Cn) او د ويچټ عامه شمېره (cpcnews19th) به د اکتوبر په ۱۱مه نېټه پرانيستل شي.
د معلوماتو له مخې، په يادو انټرنيټي ډګرونو کې به په چيني او انګليسي ژبو د دغه کانګرس د اجنډاوو، پرمختګونو، اعلاميو او راپورونو په شمول معلومات خپاره شي او د دې ترڅنګ به د پخوانيو کانګرسونو معلومات او د چين د کمونېست ګوند افکاري پوهې هم شريکې شي. بر سېره پردې، چيني او بهرني خبريالان د ويچټ عامې شمېرې له لارې د مطبوعاتي مرکز د خدمتي کارونو او تدبيرونو په اړه معلومات تر لاسه کولای شي.(غوټۍ)
© China Radio International.CRI. All Rights Reserved. 16A Shijingshan Road, Beijing, China. 100040 |